تعلیمې مرکزونه

ښوونه او روزنه:

د پوهنې ریاست دمعلومات له مخې د  پخوا په پرتله د جلال آباد ښار اوسيدونکو ته د زده کړي په برخه کې  لاډېري اسانتياوي برابري شوي چې د تعليم په برخه کې د دولتې ښوونځېو ترڅنګ يو شمېر خصوصې تعلیمي ادارو هم په ځانګړو برخو لکه د لیک لوست د زده کړو ،او دينې مدرسو کې د زده کړو او روزنې زميني برابري کړي چې ۶۵٪ نارينه او ۳۵٪ ښځينه پکې په زده کړو بوخت دې.


لاندې جدول په دولتي او خصوصي ښوونځېو کې د زده کوونکو شمېر په ګوته کوې

1

 

په جلال آباد ښار کې لاندې عمده پوهنتونونه شتون لري:

د ننګرهار پوهنتون- د ننګرهار پوهنتون یو له دولتي پوهنتونونو څخه دی چې په ۱۳۴۲ کال کې تاسيس او د محمد ظاهر شاه د سلطنت په دوره کې د معارف وزير (علي احمد ) لخوا افتتاح شو. د ۱۳۹۶ – ۱۳۹۷ تحصیلي کال د ارقامو له مخې  ۱۳۸۰۰ نارينه محصلين او ۱۲۶۳ تنه ښځينه محصلينې پکې په  زده کړو بوخت دي په ياد پوهنتون کې  د ۴۹۶ تنه نارينه او ۱۹ تنه ښځينه ښوونکو له لوري په لاندې څانګو کې د تدريس چاري پرمخ وړل کېږي

table 2

د یادونې وړ ده چې د ننګرهارپوهنتون په یوه څانګه کې د دوکتورا او پنځو نورو څانګو کې د ماسترۍ برنامې هم په مخ وړي.

سرچېنه: د ننګرهار پوهنتون ریاست ۱۳۹۶ – ۱۳۹۷  کال

 

خراسان پوهنتون:  یو خصوصي پوهنتون دی چې په ۱۳۸۶ کال کې تاسیس شوی دی، په ذکر شوي پوهنتون کې د لاندې پوهنځيو سربيره په اقتصاد برخه کې د ماسترۍ برنامه هم پرمخ وړل کېږي.

3

سرچينه: د خراسان پوهنتون اداره ۱۳۹۹ – ۱۳۹۹ تعليمې کال

 

آریانا د لوړو زده کړو مؤسسه: دا مؤسسه په ۱۳۸۸ کال کې  تاسیس او راجستر شوی ذکر شوي چې د معالجوي طب،حقوق او سياسي علوم، اقتصاد او انجنيرۍ څانګې لري چې په يادو څانګو کې په لاندې شمېر محصلين روزي.

4

سرچينه: اريانا د لوړو زده کړو موسسې اداره ۱۳۹۹ – ۱۳۹۹ تعليمې کال

 

سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسه:  د لوړو زده کړو خصوصي مؤسسه چې په ۱۳۸۶ کال  کې تاسیس شوی او په لاندې څانګو کې محصلين روزي .

5

سرچينه: سپين غر د لوړو زده کړو مؤسسې اداره ۱۳۹۹ – ۱۳۹۹ تعليمې کال

 

الفلاح د لوړو زده کړو مؤسسه: په ۱۳۹۰  کال کې په جلال آباد کې ثبت شوې ده او په لاندې څانګو کې د محصلينو د روزلو چاري پرمخ وړي.

6

سرچينه: الفلاح د لوړو زده کړو مؤسسي اداره ۱۳۹۹ – ۱۳۹۹ تعليمې کال

 

التقوی د لوړو زده کړو مؤسسه:  د لوړو زده کړو خصوصي مؤسسه چې په ۱۳۹۰ کال کې په جلال آباد ښار کې تاسیس او راجستر شوې ده. چې په لاندې ذکر شوو څانګو فعاليت کوي.

7

سرچينه: التقوا د لوړو زده کړو مؤسسې اداره ۱۳۹۹ – ۱۳۹۹ تعليمې کال

 

روښان د لوړو زده کړو مؤسسه: د لوړو زده کړو  خصوصي مؤسسه چې په ۱۳۹۰ کال کې رامنځته شوي چې په لاندې څانګو کې تر ليسانس درجې پورې محصلين روزي.

8

سرچينه: روښان د لوړو زده کړو مؤسسې اداره ۱۳۹۹ – ۱۳۹۹ تعليمې کال

په ټوليزه توګه ويلای شو چې د۱۳۹۶-۱۳۹۷ تعليمې کلونو څخه تر۱۳۹۹-۱۳۹۹ تعليمې کلونو پورې په پورته يادو پوهنتونونو کې د ښځينه محصلينو په ګډون (۳۱۰۲۴) تنه محصلينوته د (۱۰۷۱) تنه ښځينه او نارينه استادانو لخوا  د ليسانس تر کچې د تدريس چاري پر مخ وړل کیږی.