د ناحیو معلومات

دجلال اباد ښاروالۍ اوناحیوپه اړه:

 د جلال آباد ښاروالۍ (بلديه) د ۱۳۱۲ کال شا او خوا تاسيس شوه چې لمړی ښاروال يې سيدحب عليشاه وو او د ښاروالۍ قصر د هندو او درمسال لويځ ته د دربار په جومات کې وو چې وروسته بيا د ښاروالۍ رئيس ګلشاه خان په دوره کې د ښاروالۍ اوسنۍ ودانۍ رامنځته شوه چې هغه مهال يوازي لمړۍ ناحيه فعاله وه او وروسته دوهمه،دریمه او څلورمه ناحيه جوړه او په فعاليت يې پيل وکړ. چې پدې توګه په ۱۳۸۱ کال کې د جلال آباد ښاروالۍ په وړانديز د افغانستان د مؤقتي اداري رئيس جلالتماب حامد کرزي د (۵۰)۹/۴/۱۳۸۱  ګڼه حکم پر بنسټ پنځمه،شپږمه،اوومه او اتمه ناحيه تاسيس شوه چې تر تاسيس وروسته هم اوومه،اتمه او نهمه ناحيه چې د روداتو، بهسودو او سره رود ولسواليو پورې تړلي سيمي وي د ناحيوي فعاليت څخه پاتې وي چې په ۱۲/۱۲/۱۳۹۵ يادو ولسواليو پورې دري تړلي ناحيې د نقشو په موخه د ځمکو په تفکيک سره خپل فعاليتونه عملاً پيل کړل.