له.سرغړوونکو سره قانوني چلند او د ښاري نظم راوستو لپاره تدابیر او عملي کارونه روان دي

Anonymous (not verified)
Tue, Jun 09 2020 9:19 AM
له.سرغړوونکو سره قانوني چلند او د ښاري نظم راوستو لپاره تدابیر او عملي کارونه روان دي

له.سرغړوونکو سره قانوني چلند او د ښاري نظم راوستو لپاره تدابیر او عملي کارونه روان دي.

نن سه شنبه د جوزا په ۱۳مه نېټه جلال اباد ښاروال روح الامين حسن په هدايت جلال اباد ښاروالۍ د مارکیټونو د تنظیم امریت له خوا د جلال اباد ښار په مختلفو برخو کې د هغو قصابانو دوکانونه مهرولاک شول چې غوښه یې له ورکړل شوي نرخ څخه په لوړه بیه پلورله.
د هډې فارم چوک ۲ تنه قصابان
کابل هډه ۲ تنه قصابان
نارنج باغ چوک ۳ تنه قصابان
چهل متره سړک ۱ تن قصاب
او د اوړو منډيي د مخې ۱ تن قصاب دوکانونه وتړل شول.
پر دې سربېره د نهه ګونو ناحیو د امرینو له خوا هم په ورځني ډول ورته نرخونه کنټرولېږي.
له بل پلوه په جلال اباد ښار کې هغه هوټلونه چې د کرونا ناروغۍ او ګڼې ګوڼې د مخنیوي له امله تړل شوي وو له قانون څخه د سرغړونې په صورت کې وتړل شول.
په دې هوټلونو کې قیلونخانې هم فعالې وې چې د شپې له خوا یې په پټه توګه ناقانونه فعالیت کاوه.
د ننګرهار د والي ښاغلي شاه محمود میاخېل د هدایت له مخې د پولیسو او ښاروالۍ له خوا دغه هوټلونه په نښه او سرغړوونکي یې ونیول شول چې قانونې چلند به ورسره وشي.
ددې ترڅنګ د ښاري نظم کمېټې له خوا د ښاري نظم راوستو، ازدحام کمولو او خپلسرۍ له منځه وړلو لپاره رغنیزې چارې هم روانې دي، چې له امله به یې په ښار کې سمون او بدلون رامنځته شي.
له ښه مرغه چې له تېرو دوو ورځو راهیسې په ښار کې د سبزیجاتو نرخونه رالوېدلي او هبله شته چې د خپل هېواد د حاصلاتو له زیاتوالي سره بیې نورې هم راښکته شي.

له.سرغړوونکو سره قانوني چلند او د ښاري نظم راوستو لپاره تدابیر او عملي کارونه روان دي

 

له.سرغړوونکو سره قانوني چلند او د ښاري نظم راوستو لپاره تدابیر او عملي کارونه روان دي

 

له.سرغړوونکو سره قانوني چلند او د ښاري نظم راوستو لپاره تدابیر او عملي کارونه روان دي

 

Latest news

Tue, Jun 03 2025 9:24 AM
Background image

اوومه ناحیې کې د ١١،٨ ميليونه افغانيو په ارزښت پلو لارو او ګلدان جوړولو چارې جریان لري

اوومه ناحیه کې د ۱۱،۸ میلیونو افغانیو په ارزښت د سړک، پلو لارو، ویالې او ګلدان چارې جریان لري. د جلال آباد ښاروالۍ د داخلي عوایدو په مرسته د انکشافي پروژو په لړ کې د اوومې ناحیې اړوند. . .

Sat, May 31 2025 10:00 AM
Background image

د جلال آباد ښاروالۍ د تېرې اوونۍ مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې

د جلال آباد ښاروالۍ د تېرې اوونۍ مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې. ــــــــ د جلال آباد ښاروالۍ رسنیز دفتر

Sat, May 31 2025 9:54 AM
Background image

جلال اباد ښاروالۍ له لوري د څلويښت متره سړک د پرانستې مراسم

د جلال آباد ښاروالۍ له لوري د څلوېښت متره حلقوي سړک د پرانیستې مراسم ترسره شول. د جلال آباد ښاروالۍ له لوري د جلال آباد ښار څلوېښت متره حلقوي سړک، د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخند، د. . .

BACK TO NEWS