له درونټی تر سرخاب پل پورې د سړک جوړولو له بهیر څخه لیدنه
د جلال آباد ښاروال ښاغلی قاري بلال، د تخنیکي او سکتوري چارو رئیس انجنیر وحیدالله مخلص او ورسره مل تخنیکي پلاوي د پروژې له کارونو لېدنه وکړه د شرکت مسوولینو ته یې د کارونو د کیفیت، کمیت او سرعت په برخه کې جدي سپارښتنې وکړې
د جلال آباد ښاروالۍ د داخلی عوایدو په مرسته د پروژی خدمتونو په لړ کې د اوومې ناحیی اړوند د درونټی څخه تر سرخاب پل پوری د ۷۵ میلیونو افغانیو په ارزښت د دوهم لین سړک د سبیس او بیسکورس چاري جریان لری.
یاد سړک چی په دوو برخو کی یی کارونه پیل شوی ټول ۲.۹ کیلو متره اوږدوالی او ۹.۷ متره لنډوالی لری کارونه یی د پلان له مخی په منظمه توګه جریان لری
د سیمې اوسېدونکو د جلال آباد ښاروالۍ له مشرتابه او رهبرۍ مننه کوي چې د یاد سړک د جوړولو په برخه کې یې اقدام وکړ او د سیمې د خلکو ستونزو ته یې رسېده ګي وکړه.
د یاد سړک په جوړېدو سره به په دغه ساحه کې ښاري ښکلا زیاته، ترافیکي ګڼه ګوڼه راکمه او د تګ راتګ په وړاندې لازمې آسانیتاوې رامینځ ته شي.
د جلال آباد ښاروالۍ په تیر ۱۴۰۴ مالی کال کی د ۵۵۵ میلیونو افغانیو په ارزښت ۳۵ لوی او وړی پروژی پلان کړی وی چی تر نیمایی ډیر یې بشپړی شوی دی
زمونږ ښار- زمونړ راتلونکی
شهر ما ـ آینده ما
۱۵ -ثور-۱۴۰۵ه ش
