د ننګرهار وادي کرنیز ریاست د املاکو امریت اړوند د هډې فارم لومړي بلاک د تورخم هډې او کابل هډې تاسیسات د قرارداد اعلان

Publish Date
Closing Date
د ننګرهار وادي کرنیز ریاست غواړي چې د خپلو عوایدو د لوړوالي، د خصوصي سکتور د پراختیا او خلکو ته د کاري زمینې برابرولو پخاطر د هډې فارم مربوط اول بلاک ساحه کې د کابل هډې ۵۰ جریبه ځمکه او ورسره ۲۳ جریبه اضافه ځمکه او د هډې فارم ۷ بلاک په ساحه کې د طورخم هډې مربوطه ۸۰ او ۷.۵ جریبه ځمکه چې پکې دوکانونه سرایونه، موټر شویی، دتیلو پمپ،، د موټرو د هډې تم ځای ، ورکشاپونه، هوټلونه او نور غیره تاسیسات چې ددې ریاست ملکیت دی پنځه کاله وړاندې په قرارداد ورکړل شوی و او اوس یی میعاد پوره شوی د تجارتي فعالیت لپاره په اجاره ورکوي خصوصي شرکتونه او انفرادي اشخاص یی د نیولو لیوالتیا لري خپل غوښتنلیکونه تر ۲۱ کاري ورځو پورې اړوندې ادارې ته وسپاري