د جلال اباد درنو ښاریانو ته خبرتیا!

Anonymous (not verified)
خبرتیا

۱۴۰۱/۵/۸ خبرتیا! جلال اباد ښاروالي ټولو درنو ښاریانو ته خبر ورکوې، چې په ورستېو کې په غټ مال کې یو ډول حیوانې ناروغې رامنځته شوې، چې له امله یې اوس په ناحیو او نورو نږدې پرتو سیمو کې څاروي مړه کېږي. هیله ده هغه څاروي چې ددې مرض له امله مري، د سړک پر سر، پیاده رونو، عامه ځاینو او پارکونو کې له غورځولو یې ډډه وکړئ، ترڅو د چاپیریال د بدبویۍ او نورو صحي ستونزو د رامنځته کېدو سبب ونه ګرځي. خپل مړه شوي مالونه په داسې ساحو کې تر خاورو لاندې کړئ چې د نورو خلکو تګ راتګ پري نه وې او یا یې د ښاروالۍ مربوطه کثافت دانۍ ته ورسوئ، ترڅو په وخت سره یې موږ ټاکل شویو ځاینو ته انتقال کړو.

Latest announcements

Mon, May 11 2026 9:31 AM
Background image

د یو تن محترم رحمت ګل احمدزی د جواز د تضمین په اړه اعلان

د جلال آباد ښار داوومې ناحیې یو تن اوسیدونکی محترم رحمت ګل احمدزی د چنار ګل زوی د معاملاتو لارښوونې دفتر(نسیم منګل) د جواز اخیستلو په پار خپل د ملکیت اسناد د عدلیې ریاست سره په   تضمین . . .

Mon, May 11 2026 9:26 AM
Background image

د یو تن محترم خان الرحمن ناصری د جواز د تضمین په اړه اعلان

د جلال آباد ښار د اتمې ناحیې یو تن اوسیدونکی محترم خان الرحمن ناصری د شیرګل زوی د معاملاتو لارښوونې دفتر(احمد خلیل احمد امینی) د جواز اخیستلو په پار خپل د ملکیت اسناد د عدلیې ریاست سره . . .

Sat, May 09 2026 2:57 PM
Background image

د یو تن محترم طالب حسین خیل د جواز د تضمین په اړه

د جلال آباد ښار د اتمې ناحیې یو تن اوسیدونکی محترم طالب حسین خیل د جانداد حسین خیل زوی د معاملاتو لارښوونې دفتر(حاجی مطیع الله شیرزاد) د جواز اخیستلو په پار خپل د ملکیت اسناد د عدلیې . . .

Back to announcements