((د اتمې ناحيې لپاره ځانګړي پلانونه شته))
((د اتمې ناحيې لپاره ځانګړي پلانونه شته))
د جلال اباد ښار د اتمې ناحيې مسوولينو د جلال اباد ښاروال فيصل احمد اميري ته د يادې ناحيې کړنې او ننګونې په ګوته کړې، چې پکې د غصب شوو ځمکو بېرته راګرځول، دوکانونو ته د جوازونو وېشل، د کورونو د صفايۍ ټيکس اخيستل او په ناحيه کې د IFMS سيستم فعالول شامل دي.
جلال اباد ښاروال فيصل احمد اميري د اتمې ناحيې اداري چارې له نژدې وليدې، د ناحيې مسوولينو کړنې يې وستايلې او ډاډ يې ورکړ، چې د شته ستونزو د اواري لپاره به کوټلي ګامونه پورته کړي.
نوموړي زياته کړه چې د نورو ناحيو په څېر د اتمې ناحيې د لاښه پرمختګ لپاره په بېلابېلو برخو کې ځانګړي پلانونه لري، چې له خپل وخت سره سم به عملي کړای شي.
