د پلو لارو د خلاصون کمپاین پیل شو
۴۰۳/۱/۲۸
د پلو لارو د خلاصون کمپاین پېل شو!
جلال اباد ښاروالۍ له لوري د تخنیکي او سکتوري چارو رئیس انجنیر بلال بشری په مشرۍ، چې مارکیټونو تنظیم چارو آمریت مسئولینو یې ملتیا کوله د ښار په لومړۍ ناحیه کې د مخابراتو او تالاشۍ چوک ترمنځ ساحه کې د پلو لارو د خلاصون کمپاین پېل شو.
په دغه کمپاین کې ټولو هغه هټیوالو ته خبرداری ورکړل شو، چې پلې لارې یې بندې کړې وې، دوی ته سپارښتنه وشوه، چې سر له نن څخه دې خپل کاروبارونه په ټاکل شویو ځایونو کې ترسره کړي، که بیا هم څوک سر غړونه وکړي هټۍ به یې مهرلاک کېږي.
دا لړۍ به د ښار ټولو برخو ته وغځول شې ترڅو ښاري نظم رامنځته شې.