د جلال اباد ښاروالۍ له لورې د ښار په نهه ګونو ناحيو کې د نرخونو جدي کنټرول

دا د جلال اباد ښاروالۍ له لورې د ښار په نهه ګونو ناحيو کې د نرخونو جدي کنټرول او نرخنامو تطبيق په موخه ۲۷ کاري ګروپه دي، چې د هرې ناحيې په مهمو سوداګريزو مارکيټونو کې درې درې کاري ټيمونه د نوايحو امرينو په مشرۍ سهار له ۷ بجو څخه تر ماښام پورې په دندو ګومارل شوي دي.



له تاسو ټولو ښاريانو څخه هېله ده چې د لوړو بيوو په صورت کې د خپلو ساحو د نرخونو کنټرول مامورينو سره، چې ځاي او شميرې يې تاسو ته په لاس کې درکول شوي اړيکه ټينګه کړئ، ترڅو په ګډه سره دې سترې ستونزې ته د پاي ټکې کېږدو او سرغړوونکي د قانون منګولو ته وسپارو.