جلال اباد ښار کې د ۱۳ميلونه څه د پاڅه درې سوه زره افغانيو په لګښت د څو رغنيزو او پرمختيايي پروژو چارې پيل شوې

جلال اباد ښار کې د ۱۳ميلونه څه د پاڅه درې سوه زره افغانيو په لګښت د څو رغنيزو او پرمختيايي پروژو چارې پيل شوې.
نن سه شنبه د زمري په اوومه نېټه د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار اتمې ناحيې اړوند لسم ګذر کې جلال اباد ښاروالۍ ترچتر لاندې ولسي تړون ملي پروګرام له لورې د "۱۳۳۹۲۰۰۰" ميليونه افغانيو په مالي لګښت د فرعي سړکونو، ويالو، د ويالو د سر جاليو، پلچکونو او استنادي ديوال د جوړولو چارې پيل شوې.
جلال اباد ښاروال فيصل احمد اميري د يادو پروژو د پرانستې په مراسمو کې وويل، په دغه پروژو کې "۱۰۲۵" مترو په اوږدوالي فرعي سړکونو، "۹۸۹" مترو په اوږد والې ويالې، "۵۸" مترو په اوږ والې د ويالو د سر جالۍ، "۵۵۵" مترو په اوږدوالي استنادي ديوال او "۵" دانې پلچکونه شامل دى چې د شپږو مياشتو په موده کې به جلال اباد ښاروالۍ له لورې د منظم نظارت په نتيجه کې په معياري توګه ورغول شي.
د يادولو وړ ده چې د يادو پروژو څخه به ۱۱۰۰ کورنۍ په مستقيم او ګڼ شمېر نور ښاريان په غير مستقيم ډول ګټه پورته کړي.


