جلال اباد ښار کې د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بېلابېلې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۵/۲۵ - ۱۱:۱۰
جلال اباد ښار کې د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بېلابېلې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

جلال اباد ښار کې د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بېلابېلې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې .

د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار اړوند نهمې ناحیې سیمه کې د جلال اباد ښاروالۍ په چوکاټ کې د ولسي تړون ملي پروګرام له لورې د ۴ میلیونه شپږ سوه نوي زره افغانیو په مالي لګښت د سړکونو، ویالو، استنادي دیوال او پلچک جوړونې پروژې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې چې نږدې درې سوه کورنۍ ورڅخه ګټه اخلي .

د جلال اباد ښاروالۍ اړوند د ولسي تړون د عامه اړیکو مسؤل امید کیهان وايي،د نهمې ناحیې اړوند پنځم ګذر کې د واحد اباد شورا له لورې یې د څلور میلیونه شپږ سوه نوي زره افغانیو په مالي لګښت یې ۹۹۵ متره سړک،۳۳۸۳ متره ویالې،۶۵ متره استنادي دیوال او یو پلچک تر جوړیدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شول .

د جلال اباد ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ رئیس فیض محمد دراني د یادو پروژو په ګټې اخیستنې خوښي وښوده او د شورا له غړو یې غوښتنه وکړه چې په ساتنه کې یې همکاري وکړي .

جلال اباد ښار کې د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بېلابېلې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

 

جلال اباد ښار کې د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بېلابېلې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۴
Background image

اوومه ناحیې کې د ١١،٨ ميليونه افغانيو په ارزښت پلو لارو او ګلدان جوړولو چارې جریان لري

اوومه ناحیه کې د ۱۱،۸ میلیونو افغانیو په ارزښت د سړک، پلو لارو، ویالې او ګلدان چارې جریان لري. د جلال آباد ښاروالۍ د داخلي عوایدو په مرسته د انکشافي پروژو په لړ کې د اوومې ناحیې اړوند. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۱۰:۰
Background image

د جلال آباد ښاروالۍ د تېرې اوونۍ مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې

د جلال آباد ښاروالۍ د تېرې اوونۍ مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې. ــــــــ د جلال آباد ښاروالۍ رسنیز دفتر

شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۹:۵۴
Background image

جلال اباد ښاروالۍ له لوري د څلويښت متره سړک د پرانستې مراسم

د جلال آباد ښاروالۍ له لوري د څلوېښت متره حلقوي سړک د پرانیستې مراسم ترسره شول. د جلال آباد ښاروالۍ له لوري د جلال آباد ښار څلوېښت متره حلقوي سړک، د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخند، د. . .

BACK TO NEWS