تاسو_ددې_ښار_اصلي_اتلان_يې

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۵/۱۹ - ۹:۱۷
تاسو_ددې_ښار_اصلي_اتلان_يې

#تاسو_ددې_ښار_اصلي_اتلان_يې

پورته خبره جلال اباد ښاروال فيصل اميري جلال اباد ښاروالۍ تنظيفاتي خدماتي پرسونل سره په مخامخ ناسته کې وکړه.

د همغږۍ پدې غونډه کې لومړى د تنظيفاتو کارکونکو خپلې ستونزې، شکايتونه او غوښتنې واورولې، ټولو په يوه خوله، د معاشونو د لوړ والي غوښتنه وکړه، موجوده معاش يې د ژوندانه د لومړي ضرورتونو د پوره کولو لپاره هم کم وباله

جلال اباد ښاروال فيصل احمد اميري د تنظيفاتو ټول کار کونکي ددې ښار د تنظيفاتي چارو په لاره کې اصلي اتلان وبلل، او په دې لاره کې يې د دوئ هڅې او هاند د تقدير وړ ياد کړ، ښاروال وويل تنظيفاتي چارې يو د ښاروالۍ د اساسي او مهمو دندو څخه ده، چې په دې لاره کې يې د بشپړې هر اړخيزې همکارۍ ډاډ ورکړ، او زياته يې کړه چې د تنظيفاتو کارکونکو سره په هر مياشت ناسته کې ددوى ستونزې او شکايتونه به مخامخ اوري، جلال اباد ښاروال د تنظيفاتو کارکونکو سره ژمنه وکړه چې ددوى د معاشونو د لوړوالي په باره کې به د مرکز او اړوندو ادارو سره خبرې وکړي، که امکان يې نه وه نو په راتلونکي مالي کال کې به د معاش ستونزه حل کړي.

تاسو_ددې_ښار_اصلي_اتلان_يې

 

تاسو_ددې_ښار_اصلي_اتلان_يې

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۴
Background image

اوومه ناحیې کې د ١١،٨ ميليونه افغانيو په ارزښت پلو لارو او ګلدان جوړولو چارې جریان لري

اوومه ناحیه کې د ۱۱،۸ میلیونو افغانیو په ارزښت د سړک، پلو لارو، ویالې او ګلدان چارې جریان لري. د جلال آباد ښاروالۍ د داخلي عوایدو په مرسته د انکشافي پروژو په لړ کې د اوومې ناحیې اړوند. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۱۰:۰
Background image

د جلال آباد ښاروالۍ د تېرې اوونۍ مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې

د جلال آباد ښاروالۍ د تېرې اوونۍ مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې. ــــــــ د جلال آباد ښاروالۍ رسنیز دفتر

شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۹:۵۴
Background image

جلال اباد ښاروالۍ له لوري د څلويښت متره سړک د پرانستې مراسم

د جلال آباد ښاروالۍ له لوري د څلوېښت متره حلقوي سړک د پرانیستې مراسم ترسره شول. د جلال آباد ښاروالۍ له لوري د جلال آباد ښار څلوېښت متره حلقوي سړک، د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخند، د. . .

BACK TO NEWS