د جلال اباد ښاروالۍ د سکتوري او تخنيکي خدمتونو نوي رئيس وپيژندل شو

Anonymous (not verified)
Mon, May 11 2020 8:36 AM
د جلال اباد ښاروالۍ د سکتوري او تخنيکي خدمتونو نوي رئيس وپيژندل شو

 

ننګرهار ولايت مرستيال تميم عارف مومند او جلال اباد ښاروال روح الامين حسن د غويي په ۲۱مه جلال اباد ښاروالۍ کې د سکتوري او تخنيکي خدمتونو نوی رئيس عبدالظهور سهاک مسئولینو او کار کوونکو ته وروپيژنده او رسماً يې دنده پيل کړه.
د ولايت بشري سرچينو رئيس احمد ضياء عبدالزي د جلال اباد ښاروالۍ د سکتوري او تخنيکي خدمتونو رئيس عبدالظهور سهاک د ګمارنې مکتوب ولوست، چې د ازاد رقابت له لارې د جمهوري رياست د ۱۳۱ ګڼه حکم له مخې دې ادارې ته پيژندل شوی دی.
د جلال اباد ښاروال روح الامين حسن د نوي رئيس په ګمارنه خوښي وښوده، نوموړي ته يې په چارو کې د همکارۍ د ډاډ ترڅنګ هيله وښوده، چې د دې ادارې چارې به لا ښې تر سره شي.
د جلال اباد ښاروالۍ د سکتوري او تخنيکي خدمتونو نوي رئيس عبدالظهور سهاک د مرکزي او ولايتي ادارې له باور مننه وکړه او ژمنه يې وکړه، چې د تعهد له مخې به خپلې چارې په قانوني ډول پرمخ يوسي.
د پېژندنې په دې مراسمو کې د ولايتي شورا غړي استاد اسرار الله مراد، جلال اباد ښاروال روح الامين حسن د يو شمېر ادارو مسئولينو او د ښاروالۍ ادارې کار کوونکو ګډون کړی و.

د جلال اباد ښاروالۍ د سکتوري او تخنيکي خدمتونو نوي رئيس وپيژندل شو

 

د جلال اباد ښاروالۍ د سکتوري او تخنيکي خدمتونو نوي رئيس وپيژندل شو

 

د جلال اباد ښاروالۍ د سکتوري او تخنيکي خدمتونو نوي رئيس وپيژندل شو

 

د جلال اباد ښاروالۍ د سکتوري او تخنيکي خدمتونو نوي رئيس وپيژندل شو

 

Latest news

Tue, Jun 03 2025 9:24 AM
Background image

اوومه ناحیې کې د ١١،٨ ميليونه افغانيو په ارزښت پلو لارو او ګلدان جوړولو چارې جریان لري

اوومه ناحیه کې د ۱۱،۸ میلیونو افغانیو په ارزښت د سړک، پلو لارو، ویالې او ګلدان چارې جریان لري. د جلال آباد ښاروالۍ د داخلي عوایدو په مرسته د انکشافي پروژو په لړ کې د اوومې ناحیې اړوند. . .

Sat, May 31 2025 10:00 AM
Background image

د جلال آباد ښاروالۍ د تېرې اوونۍ مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې

د جلال آباد ښاروالۍ د تېرې اوونۍ مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې. ــــــــ د جلال آباد ښاروالۍ رسنیز دفتر

Sat, May 31 2025 9:54 AM
Background image

جلال اباد ښاروالۍ له لوري د څلويښت متره سړک د پرانستې مراسم

د جلال آباد ښاروالۍ له لوري د څلوېښت متره حلقوي سړک د پرانیستې مراسم ترسره شول. د جلال آباد ښاروالۍ له لوري د جلال آباد ښار څلوېښت متره حلقوي سړک، د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخند، د. . .

BACK TO NEWS