جلال اباد ښاروال د ښاري نظم او ښاري ښکلا د لا ښه رامنځ ته کېدو په موخه جلال اباد ښار کې پلی وګرځیده

جلال اباد ښاروال د ښاري نظم او ښاري ښکلا د لا ښه رامنځ ته کېدو په موخه جلال اباد ښار کې پلی وګرځیده
نن د مرغومي په ٢٩مه نېټه جلال اباد ښاروال روح الامین حسن په مشرۍ جلال اباد ښاروالۍ تخنیکي او مسلکي چارو مسولینو مارکیټونو تنظیم او ښاري نظم کمیسون مسولینو، ښاروالۍ لومړی، دویمې او څلورمې ناحیې امرینو سره په ملتیا د ښار د ښکلا او ښه نظم د رامنځ ته کېدو په موخه، د اړوندو ناحیو په سوداګریزو ساحو کې ، له هغه کاروباریانو، هټیوالو او لاس پلورونکو سره له نېږدې وکتل، چې په خپل سرې توګه یې په ټول ګټو ساحو کې خپل کاروبارونه پر مخ وړي .
جلال اباد ښاروال هر یو ته د جلال جلا عامه پوهاوي ترڅنګ له دوی جدي غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره دې، د پلې لارې، سرکونه، او ټولې ټول ګټې ساحې د درنو ښاریانو او ترافیکي وسایطو د هوسا تګ راتګ په موخه ددوې پر وړاندې خلاصې کړي.
د یادونې وړ ده جلال اباد ښاروال، چپرهار زړې هډې، او درمسال ترڅېره د ښاروالۍ له لورې د جوړو شو لوی سایه بانونو د منظمولو او کاروباریانو ته د نورو بدیل ساحو د پیدا کولو هدایت وکړل.