د ساختمانی موادو د کان کیندنې جواز د داوطلبۍ اعلان

Hamza Salarzai
جلال اباد ښاروالي

د ساختمانی موادو د کان کیندنې لارښود د ۸ مادې د احکامو مطابق علاقمندو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږی چې د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ د کمبو خوړ څلورم بلاک سیمې ساختمانی مواد چې نوعیت یې دریایی جغل دی او د ځمکې مساحت یې ۴ هکټاره دی، د داوطلبۍ پروسې له لارې یی د کان کیندنې جواز د ساختمانې موادو د لارښود د احکامو مطابق په شرایطو برابر او ګټونکې داوطلب ته ورکول کیږی. د دی داوطلبۍ د اعلان موده ۱۸ کاری ورځی ده چې د ۱۴۰/۰۴/۲۴ نېټې څخه پیل او ۱۴۰۵/۰۵/۱۲ نېټې پورې دوام لری. بنا په شرایطو برابر حقیفی او حکمی اشخاص کولی شی چې د کانونو ریاست څخه شرطنامه او نمونوی فورمې او اسناد په وړیا ډول ترلاسه کړی او له ډکولو او د پروپوزل د ترتیبولو وروسته د اعلان د پای نېټې د اعتبار څخه د ۵ کاری ورځو په جریان کی بیرته د ننګرهار د کانونو ریاست ته په پاکټ کې په مهر ، امضا او سربسته ډول تسلیم کړی

ادرس: روښان مېنه پنځمه کوڅه ، جلال آباد ښار

Latest announcements

Tue, Aug 18 2026 2:36 PM
Background image

د یو تن محترم صابر الله د جواز د تضمین په اړه

د جلال آباد ښار د نهمې ناحیې یو تن اوسیدونکی محترم صابر الله صافی د ملا محمد زوی  د معاملاتو لارښوونې دفتر(خاطر ) د جواز اخیستلو په پار خپل د ملکیت اسناد د عدلیې ریاست سره په   تضمین کی . . .

Tue, Aug 18 2026 12:04 PM
Background image

د یو تعلیمی مرکز د تجهیز کولو د اعلان نشرولو په اړه

د ننګرهار تخنیکی او مسلکی زده کړو امریت مالی او اداری چارو عمومی مدیریت وړاندیز او د ننګرهار ولایت مقام د حکم په اساس یو مرکز د تجهیز کولو لپاره د ننګرهار تخنیکی او مسلکی زده کړو آمریت . . .

Tue, Aug 18 2026 11:44 AM
Background image

د یو تن محترم حاجی شیرین د جواز د تضمین په اړه

د جلال آباد ښار د شپږمې ناحیې یو تن اوسیدونکی محترم حاجی شیرین د سیدا جان د زوی  د معاملاتو لارښوونې دفتر(ختتځ رویال ) د جواز اخیستلو په پار خپل د ملکیت اسناد د عدلیې ریاست سره په   . . .

Back to announcements