د جلال آباد ښار د بیز اکمالاتی سرک د دواړو غاړو ویالو جوړولو پروژی اعلان
د جلال آباد ښاروالۍ ریاست لخوا ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږی، چی د جلال آباد ښاروالۍ ریاست، د جلال آباد ښار د بیز اکمالاتی سرک د دواړو غاړو ویالو جوړولو پروژه چی ارزښت یی ۷۸۷۵۲۳۴ اووه میلیونه اته سوه پنځه اویا زره دوه سوه څلور دیرش افغانۍ دی قرارداد یی د تراب ستانکزی ساختمانی شرکت چی جواز شمیره یی 463228 او ادرس یی جلال آباد څلورمه ناحیه ۱۶ فامیلی ۸ اتمه کوڅه ۲۸ نمبر کور دی ورکړی، ټول حکمی او حقیقی اشخاص، چی په دی برخه کی اعتراض لری کولای شی خپل اعتراض لیکونه د خبرتیا د خپریدو وروسته تر ۵ پنځه کاری ورځو پوری په لیکلی بڼه له مستندو دلایلو سره یوځای د جلال آباد ښاروالۍ اړوند د تدارکاتو او قراردادونو آمریت ته وسپاری، د یادونی وړ دی چی دغه خبرتیا د قرارداد ورکړی په معنا نده
