د جلال اباد ښاروالۍ اداري غونډه ترسره شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۸ - ۹:۱۲
نيوز

د جلال اباد ښاروالۍ ادارې غونډه ترسره شوه! د جلال اباد ښاروالۍ خپله نوبتي ادارې غونډه د ښاروال حاجي ملا نعمت الله اخند تر مشرۍ لاندې د مرستیال، مولوي مومن حمید رئیسانو، د ناحیو آمرینو او د یو شمېر مدیرانو په ګډون کې ترسره کړه. په یاده غونډه کې د جلال اباد ښاروال حاجي ملا نعمت الله اخند د عوایدو په راټولولو، د غوره خدماتو په ترسره کولو، د ساختماني پروژو په څرنګوالي، د غصب شویو ملکېتونو تثبیت، املاکي مسایلو کې د چټکتیا او شفافیت رامنځته کولو، د ښاري نظم ټینګښت په موخه د لازمو لارو چارو په رامنځته کیدو او یو شمېر نورو موضوعاتو باندې بحث وکړ او په اړه یې لازمې پریکړې وشوې. د ټولو داخلي ریاستو رئیسانو او آمرینو په خپلو برخو کې معلومات وړاندې کړل او هم یې خپلې ستونزې له مقام سره شریکې کړې. په پای کې یو ځل بیا ښاروال یادونه وکړه چې، ټول خلکو ته په خدمتونو وړاندې کولو کې ګډ مسئولیتونه لرو او اړینه ده په دې برخه کې ریښتینې هڅې ترسره کړو.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۴
Background image

اوومه ناحیې کې د ١١،٨ ميليونه افغانيو په ارزښت پلو لارو او ګلدان جوړولو چارې جریان لري

اوومه ناحیه کې د ۱۱،۸ میلیونو افغانیو په ارزښت د سړک، پلو لارو، ویالې او ګلدان چارې جریان لري. د جلال آباد ښاروالۍ د داخلي عوایدو په مرسته د انکشافي پروژو په لړ کې د اوومې ناحیې اړوند. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۱۰:۰
Background image

د جلال آباد ښاروالۍ د تېرې اوونۍ مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې

د جلال آباد ښاروالۍ د تېرې اوونۍ مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې. ــــــــ د جلال آباد ښاروالۍ رسنیز دفتر

شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۹:۵۴
Background image

جلال اباد ښاروالۍ له لوري د څلويښت متره سړک د پرانستې مراسم

د جلال آباد ښاروالۍ له لوري د څلوېښت متره حلقوي سړک د پرانیستې مراسم ترسره شول. د جلال آباد ښاروالۍ له لوري د جلال آباد ښار څلوېښت متره حلقوي سړک، د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخند، د. . .

BACK TO NEWS