جلال اباد ښار کې ګڼې هټۍ وتړل شوې

Anonymous (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۱/۱/۲۸ - ۸:۴۵


۱۴.۱/۱/۲۷
جلال اباد ښار کې د ۲۵ قصابانو هټۍ وتړل شوې.
د جلال اباد ښاروال مولوي مومن حمید په جدي سپارښتنه د نرخونو او وزنونو کنټرول ګډ کمېسیون له لوري د ښار په بېلابېلو ناحیو کې د ۲۵ هغه قصابانو غوښې ښاروالۍ ته انتقال شوې چې له ټاکل شوې نرخنامې څخه یې په لوړه بیه پلورله.
د نن ورځې کمپاین په ترڅ کې د لومړۍ، دویمې، دریمې، څلورمې، شپږمې، اتمې او نهمې ناحیو په مربوطاتو کې د ۴۰ قصابانو له هټیو څارنه وشوه، چې ۲۵ یې نرخنامه نه تطبیق کوله. د همدې امله یې هټۍ مهرلاک او غوښه یې ښاروالۍ ته انتقال شوه.ياد کمېسيون غړو ټولو غوښه پلورونکو ته جدي سپارښتنه وکړه، که چېرته له ټاکل شوې نرخنامې سره سم غوښه ونه پلورئ له جدي قانوني چلند سره به مخامخ شئ.

No photo description available.
May be an image of 3 people and people standing

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۴
Background image

اوومه ناحیې کې د ١١،٨ ميليونه افغانيو په ارزښت پلو لارو او ګلدان جوړولو چارې جریان لري

اوومه ناحیه کې د ۱۱،۸ میلیونو افغانیو په ارزښت د سړک، پلو لارو، ویالې او ګلدان چارې جریان لري. د جلال آباد ښاروالۍ د داخلي عوایدو په مرسته د انکشافي پروژو په لړ کې د اوومې ناحیې اړوند. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۱۰:۰
Background image

د جلال آباد ښاروالۍ د تېرې اوونۍ مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې

د جلال آباد ښاروالۍ د تېرې اوونۍ مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې. ــــــــ د جلال آباد ښاروالۍ رسنیز دفتر

شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۹:۵۴
Background image

جلال اباد ښاروالۍ له لوري د څلويښت متره سړک د پرانستې مراسم

د جلال آباد ښاروالۍ له لوري د څلوېښت متره حلقوي سړک د پرانیستې مراسم ترسره شول. د جلال آباد ښاروالۍ له لوري د جلال آباد ښار څلوېښت متره حلقوي سړک، د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخند، د. . .

BACK TO NEWS