د کرنې او مالدارۍ رياست اړوند دَ امارتي ځمکو دَ اجارې اعلان

Publish Date
Closing Date
د ننګرهار ولایت دَ کرنې او مالدارۍ رياست، دَ ځمکو دَ تخنیکي چارو امريت اړوند په مهمندرې ولسوالۍ باسول قريه کى ٢٩ جريبه ١٣ بسوې او ٦ بسواسې بکر دولتي ځمکه دَ زراعتي فعالیت په موخه
او همدارنګه دَ کوز کنړ ولسوالۍ ګمبيري دښته کې ٥٠٠ جريبه بکر دولتي ځمکه دَ زراعت او باغدارۍ په موخه په اجاره ورکوي که هر څوک يي دَ داوطلبي خيال لري د اعلان دَ نشر څخه وروسته تر ١٤ کاري ورځو پورې دې اړوندې ادارې ته خپل غوښتنليکونه وسپاري شرط پاڼه کتلي شي تضمين نغد اخستل کېږي