د ښارواليو چارو د سمون لوى رياست مشرتابه پلاوو د جلال اباد ښاروالۍ له مسوولينو سره ناسته وکړه

web_admin
Tue, Nov 28 2023 4:19 PM
خبر

۱۴۰۲/۹/۷
د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست مشرتابه پلاوي د ښاروالیو مسئولینو سره ناسته وکړه!

له مرکز کابل څخه د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست رئیس حاجي عبدالقاهر فیروز په مشرۍ یو تخنیکي پلاوي، چې د محتلفو ریاستونو رئیسانو پکې شتون درلود، نن د ختیځ زون د ښاروالانو سره ناسته ترسره کړه.
په دې تړاو په جوړه شوې، غونډه کې د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست رئیس عبدالقاهر فیروز وویل: چې ټولې ښاروالۍ چې په ولایتي کچه دي یا د ولسوالیو په سطحه مکلف دي، د ورکړل شویو اصول او قوانینو مطابق خپلې چارې محته یوسي.
نوموړي په ټېنګار سره وویل، چې هره ښاروالي چې له ولسونو کوم عواید راجمعه کوې، باید په مربوطه ښار کې په مختلفو برخو کې په مصرف ورسېږي، ترڅو د همدغه عوایدو په مټ ښاري پراختیا او انکشاف رامنځته شې.
په ورته مهال د جلال اباد ښاروالۍ اړوند د تحنیکي او سکتوري چارو رئیس انجنیر هدایت الله صداقت د ښاروالۍ په کړنو او لاسته راوړنو په اړه پراخ معلومات وړاندې کړل.
په عین حال کې د جلال اباد ښاروالۍ ټول روان او راتلونکي پلانونه په ترتیب او منظم شکل سره وړاندې کړل، چې په دغه پلانونو کې لنډ مهاله، منځ مهاله او اوږد مهاله پلانونه شامل وو.
په ورستۍ برخه کې د عوایدو په راټولیدو، پروژو تطبیق، مصارفو، املاکي مسایلو، بودیجې جوړښت، تشکیل او د ګذرونو په معیاري کیدو باندي د مسئولینو له لوري بحث او څرګندونې وشوې

Latest news

Tue, Jun 03 2025 9:24 AM
Background image

اوومه ناحیې کې د ١١،٨ ميليونه افغانيو په ارزښت پلو لارو او ګلدان جوړولو چارې جریان لري

اوومه ناحیه کې د ۱۱،۸ میلیونو افغانیو په ارزښت د سړک، پلو لارو، ویالې او ګلدان چارې جریان لري. د جلال آباد ښاروالۍ د داخلي عوایدو په مرسته د انکشافي پروژو په لړ کې د اوومې ناحیې اړوند. . .

Sat, May 31 2025 10:00 AM
Background image

د جلال آباد ښاروالۍ د تېرې اوونۍ مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې

د جلال آباد ښاروالۍ د تېرې اوونۍ مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې. ــــــــ د جلال آباد ښاروالۍ رسنیز دفتر

Sat, May 31 2025 9:54 AM
Background image

جلال اباد ښاروالۍ له لوري د څلويښت متره سړک د پرانستې مراسم

د جلال آباد ښاروالۍ له لوري د څلوېښت متره حلقوي سړک د پرانیستې مراسم ترسره شول. د جلال آباد ښاروالۍ له لوري د جلال آباد ښار څلوېښت متره حلقوي سړک، د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخند، د. . .

BACK TO NEWS