د داوطلبۍ خبرتیا

Hamza Salarzai
اعلان

د داو طلبۍ خبرتیا!

موضوع: د جلال آباد ښاروالۍ لپاره د ۳۹۸ درې سوه اته نوي قلمه نقلیه وسایطو مختلف النوعه پرزه جاتو او ۷۰ قلمه د کمپلکس د ضرورت وړ پرزه جاتو خریدارۍ په اړه.

 

د جلال آباد ښاروالۍ ریاست په د ننګرهار ولایت کې ټولو په شراېطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې په دې پروسه کې ګډون وکړي. علاقه مندان کولای شي د اړوندې شرطنامې سافټ کاپي د ښاروالۍ ریاست د تدارکاتو آمریت څخه ترلاسه کړي او خپل آفرونه د شرطنامې د شرایطو او د تدارکاتو اصولو او لایحو مطابق په سرتړلي ډول د اعلان له خپرېدو څخه تر آفر پرانیستې نیټې پورې د جلال آباد ښاروالۍ ریاست ته وسپاري. 

د داو طلبۍ نېټه: ۸/ جدي / ۱۴۰۴ هـ ش/ سهار لس بجې 

د لا زیاتو معلوماتو لپاره لاندې شمېرې سره اړیکه ونیسئ:

0778122221

یادونه: ناوخته او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي

آدرس: د جلال آباد ښار اوله ناحیه، د جلال آباد ښاروالۍ څلورم منزل اول نمبر اطاق

۳- جدي – ۱۴۰۴ هـ ش

‎ـــــــــــــــــــ

‎د جلال آباد ښاروالۍ رسنیز دفتر

Latest announcements

Mon, Aug 24 2026 8:38 AM
Background image

د جلال آباد ښار په داخل کی د تخریب شوی سرکونو داغګیری پروژی د اعلان په اړه

د جلال آباد ښاروالۍ ریاست لخوا ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږی چی د  جلال آباد ښاروالۍ ریاست، د جلال آباد ښار په داخل کی د تخریب شوی سرکونو داغګیری پروژه چی ارزښت یی ۹۲۴۱۹۵۰ نهه . . .

Tue, Aug 18 2026 2:36 PM
Background image

د یو تن محترم صابر الله د جواز د تضمین په اړه

د جلال آباد ښار د نهمې ناحیې یو تن اوسیدونکی محترم صابر الله صافی د ملا محمد زوی  د معاملاتو لارښوونې دفتر(خاطر ) د جواز اخیستلو په پار خپل د ملکیت اسناد د عدلیې ریاست سره په   تضمین کی . . .

Tue, Aug 18 2026 12:04 PM
Background image

د یو تعلیمی مرکز د تجهیز کولو د اعلان نشرولو په اړه

د ننګرهار تخنیکی او مسلکی زده کړو امریت مالی او اداری چارو عمومی مدیریت وړاندیز او د ننګرهار ولایت مقام د حکم په اساس یو مرکز د تجهیز کولو لپاره د ننګرهار تخنیکی او مسلکی زده کړو آمریت . . .

Back to announcements