د جلال اباد نوي ښاروال قاري احسان الله ساجد د اګست دمیاشتی په ۱۸رسما د ښاروال په صفت وپیژندل شو

Anonymous (not verified)
Mayor

قاري احسان الله ساجد د يوې غونډې په ترڅ کې د جلال اباد ښاروال په حيث وټاکل شو د جلال ابادښاروالۍ غونډو تالار کې د جوړو شويو مراسمو پرمهال قاري احسان الله ساجد د ولايت مقام استازي مولوي نوراني شاهد لخوا ګډونوالو ته معرفي او رسما ښاروال وټاکل شو. ياد استازي مولوي نوراني شاهد ښاغلی ساجد په کار پوه او امانتدار شخص ياد کړ. نوموړي وويل،داچې ښاروالي يوه خدماتي او عايداتي اداره ده،نو ځکه ورته داسې امين شخص پکار و،چې نن وټاکل شو. په جوړه شوې غونډه کې د اصنافو اتحاديې په استازولۍ حاجي عبدالشکور جلندري خبرې وکړې او له نوي ښاروال يې وغوښتل، هغه پروژې چې کار پرې روان وو،دوامداره وساتل او بشپړې شي. همداشان د اجناسو نرخونو برخه کې جدي اقدام وشي،بندې لارې خلاصې شي او له ښاروالۍ فاسد اشخاص فلټر او ليرې شي. ضياء الله ناصري چې د ناحيو وکيل ګذرانو په استازولۍ يې غونډه کې وينا وکړه وويل، ښاروالي بايد د مشرانو،سپين ږيرو او ځوانانو سره مشورې وکړي،تل يې نظرونو ته درناوی وشي. ناصري زياته کړه،د ښاروالۍ کارمندان بايد له مراجعينو سره سم سلوک ته تشويق شي. د غونډې په وروستۍ برخه کې د ښاروالۍ مرستيال يحيی غفورزي د يادو ګډونوالو د ستونزو اورېدو او حل ډاډ ورکړ، نوموړي وويل،تاسې وکتل چې لنډو شپو او ورځو کې ښاروالۍ داسې کارونه وکړل چې تېر کې چا نشو کولی،لکه د زورواکو لخوا د تړل شويو لارو خلاصول او نور. ښاغلي غفورزي د غونډې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چې نور به د خبرو پر ځای عملي اقدامات کېږي او شته ستونزې به حل شي.

Latest announcements

Wed, Aug 13 2025 9:33 AM
Background image

په ښار کې په ديوالونو او ښاري تاسيساتو باندې د ليکلو، رنګ مالۍ او اعلاناتو ځړولو مخنيوي په اړه

د اشتهاري لوايحو د مقررې ٥ مادې ٢ بند له مخې ټولو ښاريانو ته خبر ورکول کیږي چې د ښار په ساحه کې هر ډول ليکل، اعلان لګول او يا په ديوالونو رنګمالي کول او نورو ښاري تاسيساتو کې منع دي، . . .

Mon, Jul 21 2025 10:18 AM
Background image

د جلال آباد ښار اړوند بيل بورډونو، غوښتنلیکونو، نصب او پيسو د تحويلي خبرتیا

دا چې د جلال آباد ښاروالۍ له لورې د ښار په نهه ګونو نواحيو کې بيل بورډونه په قرارداد ورکړي وو چې په ١٤٠٤. ٤.٢٣ نيټه يې قرارداد پاى ته رسيږي، نو ټولو حقيقي او حکمي اشخاص چې د داوطلبۍ . . .

Back to announcements