د جلال اباد ښار مرکزي ساحه بشپړ قرنطین؛ خو د ناحیو فرعي سیمو کې ټولو برخو ته د فعالیت اجازه ورکړل شوه

Anonymous (not verified)
Sat, May 02 2020 10:03 AM
د جلال اباد ښار مرکزي ساحه بشپړ قرنطین؛ خو د ناحیو فرعي سیمو کې ټولو برخو ته د فعالیت اجازه ورکړل شوه

د جلال اباد ښار مرکزي ساحه بشپړ قرنطین؛ خو د ناحیو فرعي سیمو کې ټولو برخو ته د فعالیت اجازه ورکړل شوه . د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په مشرۍ د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي کمیټې د ورځې لخوا د جلال اباد ښار د مرکزي ساحې د بشپړ قرنطین کولو او د ښار اړوند ناحیو په ټولو فرعي سیمو کې ټولو برخو ته د فعالیت اجازه ورکړل شوه . د یادې کمیټې غونډه چې د غويي په لسمه ولایت مقام کې ترسره شوه،په کې ننګرهار والي، د ولایت مرستیالانو، ولایتي شورا غړي، کرونا فنډ مدیریتي ټیم، اصنافو او کسبګرو،عامې روغتیا او یو شمېر نورو ادارو مسؤلینو او استازو ګډون کړی وو. د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وویل، وروسته له دې چې په دې ولایت کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې په زیاتېدو شوې، کمیټې یې پرېکړه وکړه چې د ورځې لخوا به د جلال اباد ښار مرکزي سیمې بشپړ قرنطین وي او هیچا ته به په کې د فعالیت اجازه نه ورکول کیږي . هغه زیاته کړه،همدا راز یې ضرورتونو ته په کتو پرېکړه وکړه چې د ښار اړوند ناحیو فرعي سیمو کې ټولو برخو ته د فعالیت اجازه شته،خو په یادو سیمو کې به هم د هغه فعالیت کوونکو چارې وتړي چې ګڼه ګوڼې رامنځته کېدو ته زمینه برابره کړي . د ښاغلي میاخېل په وینا همدا راز د جلال اباد ښار د مرکزي ساحو څخه د عمده فروشۍ مسئولين د شپې لخوا د توکو د انتقال په موخه فعالیت کولای شي او د زراعتي او انساني درملو هټۍ به د پخوا په څېر فعالیت کوي . د ننګرهار والي په وینا د غنمو حاصلاتو په را رسیدو یې د اړتیا له مخې پرېکړه وکړه چې د ټریکټرو او تریشلو وسایطو د جوړیدو په موخه د سامان الاتو او مستریانو هټۍ هم فعالیت کولای شي . په دې غونډه کې امنیه قوماندان د ترانسپورټي محدودیتونو،عامې روغتیا رئيس د کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د شویو اقداماتو او د کرونا فنډ مدیریتي ټیم د یا صندوق اړوند مالومات او پلانونه شریک کړل .

د جلال اباد ښار مرکزي ساحه بشپړ قرنطین؛ خو د ناحیو فرعي سیمو کې ټولو برخو ته د فعالیت اجازه ورکړل شوه

 

د جلال اباد ښار مرکزي ساحه بشپړ قرنطین؛ خو د ناحیو فرعي سیمو کې ټولو برخو ته د فعالیت اجازه ورکړل شوه

 

Latest news

Thu, May 07 2026 11:15 AM
Background image

د جلال آباد ښار د لویو سیخدارو ویالو پروژې څارنه وشوه

.د جلال آباد ښاروال قاری بلال او مسوولینو په ښار کی د لویو سیخدارو ویالو له پروژو لیدنه وکړه

د جلال آباد ښاروال ښاغلی قاری بلال، د تخنیکی او سکتوری چارو رئیس انجنیر وحیدالله مخلص، د. . .

Wed, May 06 2026 12:23 PM
Background image

د درونټی ښاری دروازې د جوړیدو چارې وڅارل شوې

.د جلال آباد ښاروال او مسوولینو اوومه ناحیه درونټه کی د ښاری ښکلا په موخه د جوړیدونکی دروازی له کارونو لیدنه وکړه

د جلال آباد ښاروال قاری بلال، د تخنیکی او سکتوری چارو رئیس انجینیر. . .

Wed, May 06 2026 7:53 AM
Background image

له درونټی تر سرخاب پل پورې د سړک جوړولو له بهیر څخه لیدنه

د جلال آباد ښاروال ښاغلی قاري بلال، د تخنیکي او سکتوري چارو رئیس انجنیر وحیدالله مخلص او ورسره مل تخنیکي پلاوي د پروژې له کارونو لېدنه وکړه د شرکت مسوولینو ته یې د کارونو د کیفیت، کمیت. . .

BACK TO NEWS