د جلال اباد نوي ښاروال قاري احسان الله ساجد د اګست دمیاشتی په ۱۸رسما د ښاروال په صفت وپیژندل شو

Anonymous (not verified)
Mayor

قاري احسان الله ساجد د يوې غونډې په ترڅ کې د جلال اباد ښاروال په حيث وټاکل شو د جلال ابادښاروالۍ غونډو تالار کې د جوړو شويو مراسمو پرمهال قاري احسان الله ساجد د ولايت مقام استازي مولوي نوراني شاهد لخوا ګډونوالو ته معرفي او رسما ښاروال وټاکل شو. ياد استازي مولوي نوراني شاهد ښاغلی ساجد په کار پوه او امانتدار شخص ياد کړ. نوموړي وويل،داچې ښاروالي يوه خدماتي او عايداتي اداره ده،نو ځکه ورته داسې امين شخص پکار و،چې نن وټاکل شو. په جوړه شوې غونډه کې د اصنافو اتحاديې په استازولۍ حاجي عبدالشکور جلندري خبرې وکړې او له نوي ښاروال يې وغوښتل، هغه پروژې چې کار پرې روان وو،دوامداره وساتل او بشپړې شي. همداشان د اجناسو نرخونو برخه کې جدي اقدام وشي،بندې لارې خلاصې شي او له ښاروالۍ فاسد اشخاص فلټر او ليرې شي. ضياء الله ناصري چې د ناحيو وکيل ګذرانو په استازولۍ يې غونډه کې وينا وکړه وويل، ښاروالي بايد د مشرانو،سپين ږيرو او ځوانانو سره مشورې وکړي،تل يې نظرونو ته درناوی وشي. ناصري زياته کړه،د ښاروالۍ کارمندان بايد له مراجعينو سره سم سلوک ته تشويق شي. د غونډې په وروستۍ برخه کې د ښاروالۍ مرستيال يحيی غفورزي د يادو ګډونوالو د ستونزو اورېدو او حل ډاډ ورکړ، نوموړي وويل،تاسې وکتل چې لنډو شپو او ورځو کې ښاروالۍ داسې کارونه وکړل چې تېر کې چا نشو کولی،لکه د زورواکو لخوا د تړل شويو لارو خلاصول او نور. ښاغلي غفورزي د غونډې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چې نور به د خبرو پر ځای عملي اقدامات کېږي او شته ستونزې به حل شي.

Latest announcements

Mon, May 11 2026 9:31 AM
Background image

د یو تن محترم رحمت ګل احمدزی د جواز د تضمین په اړه اعلان

د جلال آباد ښار داوومې ناحیې یو تن اوسیدونکی محترم رحمت ګل احمدزی د چنار ګل زوی د معاملاتو لارښوونې دفتر(نسیم منګل) د جواز اخیستلو په پار خپل د ملکیت اسناد د عدلیې ریاست سره په   تضمین . . .

Mon, May 11 2026 9:26 AM
Background image

د یو تن محترم خان الرحمن ناصری د جواز د تضمین په اړه اعلان

د جلال آباد ښار د اتمې ناحیې یو تن اوسیدونکی محترم خان الرحمن ناصری د شیرګل زوی د معاملاتو لارښوونې دفتر(احمد خلیل احمد امینی) د جواز اخیستلو په پار خپل د ملکیت اسناد د عدلیې ریاست سره . . .

Sat, May 09 2026 2:57 PM
Background image

د یو تن محترم طالب حسین خیل د جواز د تضمین په اړه

د جلال آباد ښار د اتمې ناحیې یو تن اوسیدونکی محترم طالب حسین خیل د جانداد حسین خیل زوی د معاملاتو لارښوونې دفتر(حاجی مطیع الله شیرزاد) د جواز اخیستلو په پار خپل د ملکیت اسناد د عدلیې . . .

Back to announcements